روسيه: د بوډاګانو په یوه کور کې د اور لګېدو له امله ۲۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ جدي، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې روسيه کې د بوډاګانو په یوه کور کې د اور لګېدو له امله ۲۰ کسان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، دا اورلګيدنه د سایبریا په کېمېروف ښار کې د لویانو او بوډاګانو ساتنې لپاره په شخصي کور کې رامنځته شوې چې په ناقانونه توګه کارول کېده.

لومړني راپورونه وايي، دا پېښه ښايي د بایلر د تودوخې د ناسمې ګرمۍ له امله رامنځته شوی وي.

په ۲۰۱۸ کال کې هم د کېمېروف ښار په تفریحي مرکز کې د اور لګېدنې له امله د ۳۷ تنو ماشومانو په ګډون شپېته تنه وژل شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button