د قران کریم توهین ته د اردغان غبرګون؛ سوېډن ته به کله هم ناټو کې د غړیتوب اجازه ور نکړم

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” په سوېډن کې د یوه کین اړخي ګوند د یوه افراطي مشر له خوا د قران کریم توهین ته په غبرګون کې ویلي، چې سوېډن ته به کله هم ناټو کې د غړیتوب اجازه ورنکړي.

ولسمشر اردوغان ویلي، چې سوېډن باید له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره د ترکیې ملاتړ ته په تمه نه شي.

په ورته مهال ترکیې دغه هېواد ته د سوېډن د دفاع وزیر سفر لغوه کړی دی او اجازه یې نه ده ورکړی چې دغه هیواد ته سفر وکړي.

د ویلو ده چې د تیرې شنبې په ورځ سوېډن کې د ترکیې د سفارت مخته د یاد هيواد د یوه کیڼ اړخي ډنمارکې سیاستوال په مشرۍ په یوه لاریون کې د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچول شو.

چې د افغانستان د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت په ګډون ډېرو اسلامي هیوادونو دغه ناوړه کړنه وغندله او له سوېډن یې وغوښتل چې په پېښه کې ککړ کس ته دی سزا ورکړي. د سوېډن لومړي وزیر بیا دغه پېښه غندلې او له مسلمانانو یې بښنه غوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button