پنجشنبه, فبروري 2, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

لمن ألقی السمع وهو شهید

ح ف جلال نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 24, 2023
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
6
ځلې شریک شوی
70
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لمن ألقی السمع وهو شهید

مدثر رحماني

له قرآنکریم سره زمونږ چلند د کفارو تر چلند هم بد دی او که ووایم چې مونږ ورسره تر هغوی زیات خیانت کوو نو دا لرې او ناسم تعبیر مه بولئ، کفار وایي: قرآنکریم د الله کتاب نه دی نو ځکه یې مونږ نه منو! خو مونږ مسلمانان وایو: قرآنکریم تر ټولو غوره کتاب دی، د الله له لوري رالېږل شوی او یو حرف یې تر ټولې دنیا زیات ارزښت لري خو نه یې زده کووم، نه یې پر معنا ځان پوهوم، نه پرې عمل کوم او نه یې د ژوندود په توګه ټاکم.

د کافر د خولې خبر زمونږ د حال تر خبرې ډېره عقل ته نږدې او ښه ده، دا څنګه ممکنه ده چې تر ټولو غوره کتاب دې وي خو یو میلیون مسلمانان هم پرې نه پوهېږي، نه یې زده کوي او که پرې پوهېږي نو عملي ژوند ته یې نه راولي؟؟

راځئ د مثال په توګه د قرآنکریم ځينې غوښتنې ولولو تر څو پوه شو چې زمونږ د خیانت کچه له قرآنکریم سره څومره زیاته ده او زه تاسو ته څو هغه مکلفیتونه ذکر کووم چې مونږ یې د قرآنکریم پر وړاندې لرو:

قرآنکریم زمونږ لاندې څو غوښتنې لرې:

لومړی: د قرآنکریم اتباع

قرآنکریم د اتباع لپاره راغلی، اتباع یعنې یو شي پسې تلل او روانېدل، ځینې مفسرین وايي: اتباع یعنې عمل کول (واتبع، أي: واعمل) الله تعالی هر مسلمان او حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې مکلف کړی چې له قرآنکریم پرته د بل شي اتباع ونکړي،

[ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ]

ژباړه: مونږ ته پر یو شریعت برابر وګرځولې نو د هغه اتباع وکړه او د ناپوهانو د غوښتنو اتباع مه کوه.

الله تعالی فرمايي چې دې خلکو ته ووایه چې زه له قرآنکریم پرته د بل شي اتباع نه کوم او نه ورپسې زم، الله تعالی فرمايي:

[إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ]

ژباړه: زه له هغه څه پرته چې پر ما یې وحی کېږي (قرآنکریم) د بل شي اتباع نه کوم.

الله تعالی په ډېرې مهربانۍ سره د لطف په لهجه وایي ای زما بنده ګانو د قرآنکریم اتباع وکړئ.

[وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ]

ژباړه: او د الله له لوري د رالېږل شوي غوره حکم (قرآنکریم) اتباع وکړئ.

الله تعالی فرمايي:

[وَهَذَا كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ]

ژباړه: دا کتاب چې مونږ پر تا نازلوو مبارک کتاب دی نو تابعداري یې وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ تر څو په تاسې رحم وشي.

او همداسې چې څوک قرآنکریم ولولي نو له سلو زیاتو ځایونو کې به دا خبره ومومي چې د قرآنکریم اتباع وکړئ او له دې پرته د بل شي اتباع مه کوئ.

خپل ځان قیاس کړئ چې د چا اتباع کوئ او قیامت کې به چا پسې روان یئ ځکه څوک چې د چا اتباع کوي قیامت کې به همغه پسې ځي، الله تعالی وایي له قرآنکریم پرته د بل شي اتباع مه کوئ خو مونږ له قرآنکریم پرته د بل هر شي اتباع کوو، غربي دستور، غربي فلسفه، یوناني منطق او د کفارو هر کثافت مو منلی او ژوند پرې تېروو خو د قرآن اتباع نه کوو.

د ډیکارت، فروید، نیچه، هوګو او نورو نظریات څوک لولي او په فخر سره یې هر ځای تلاوت کوي او تفسیروي؟؟؟ مونږ قرآنکریم زیات لولو که غربي ټولنپوهنه؟

إنا لله وإنا إلیه راجعون

دویم: قرآنکریم لارښود ټاکل

قرآنکریم راغلی تر څو لارښوونه وکړي او مونږ ته د ژوند لار راوښایي، ښه لار ورکي یو، سرګردانه یو، غمجن یو، مشکلات لرو، ذلیله یو، کفار راباندې حاکم دي، سپک یو، وروسته پاتې یو او… خو قرآنکریم مو لارښود نه کړ او د لارې پوښتنه ترې نه کوو، ځکه دروغجن یو او په دې مو باور نه شته چې قرآنکریم لارښود دی، د پخوانیو امتونو زړو لوښو کې خطونه لولو، میخي خط زده کوو تر څو کومه ښه خبر ترې زده کړو خو قرآنکریم نه لولو ځکه عربي سخته ده او هدایت ترې نه شو اخیستلی، الله تعالی فرمايي:

[إِنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ لِلنَّاسِ بِالْحَقِّ فَمَنِ اهْتَدَى فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا وَمَا أَنْتَ عَلَيْهِمْ بِوَكِيلٍ]

ژباړه: مونږ په حقه پر تا کتاب نازل کړی نو چا چې پرې هدایت وموند ګټه یې خپل ځان ته ده او څوک چې ترې بېلارې شو نو د بېلاریتوب ګناه یې هم پر خپل ځان ده او ته پرې ټاکل شوی وکیل نه یې چې حتما به دوی ته هدایت کوې.

مونږ نه یواځې دا چې قرآنکریم لارښود نه منو بلکې مونږ قرآنکریم ته لاره ښیو او غواړو قرآنکریم زمونږ غوښتنو پسې لاړ شي، مونږ غربي افکار او ژوندود لولو او بیا راځو غواړو قرآنکریم ته له هغوی سره سمون ورکړو او د تجدد په نوم قرآنکریم ته غواړو لار وروښایو او ورته ووایو: «ای قرآنکریمه! ته ډېر پخوانی کتاب یې راشه او ځان د نن ورځې له بدلونونو خبر کړه او ځان ورسره عیار کړه»

حسبنا الله ونعم الوکیل

کله چې مونږ څوک لارښود ټاکو نو په خپل ذهن کې مو چې کومې مخکینی فرضيې وي هغه نیمګړې او باطلې ګڼو نو ځکه د لارښودنې غوښتنه او لارښود هماغه چا ته ویل کېږي چې داسې څه در وښيي چې ستا زده نه وي خو قرآنکریم زمونږ هغه لارښود دی چې مونږ په خپل فکر او عقل او غربي علم هغه ته لارښوونه کوو.

مونږ داسې یو لکه منافقین د قرآنکریم له لارښوونو وېرېږو او له هغه چا مو هم وېره وي چې قرآنکریم مونږ ته لولي، الله تعالی د منافقینو په اړه فرمايي:

[يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَنْ تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ]

ژباړه: منافقان له دې وېرېږي چې د دوی په اړه کوم سورت نازل نه شي، مونږ هم همداسې شوي یو، د قرآنکریم له لارښوونو ځکه وېرېږو چې زمونږ حالت رسوا نه کړي او داسې امر راته ونه کړي چې له مونږ څخه قرباني وغواړي.

دریم: قرآنکریم کې تدبر کول

قرآنکریم راغلی تر څو تدبر او فکر په کې وشي تر څو د قرآنکریم له پراخه علم او دنیوي او اخروي ګټو څخه یې برخمن شو، الله تعالی فرمايي:

[كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ]

ژباړه: دا کتاب چې مونږ پر تا نازلوو مبارک کتاب دی تر څو په آیتونو کې یې تدبر وشي او عقلمندان ترې پند واخلي.

مفسرین وايي: دا قرآنکریم د علومو او دنیا او آخرت د خیرونو ستر بحر دی او که څوک په دې تدبر وکړي نو ډېر علم او ګټې به ترې حاصلې کړي او دا کتاب د همدې لپاره نازل شوی (په لیدبروا کې لام د تعلیل او سببیت لپاره دی) تر څو په کې تدبر وشي.

څلورم: قرآنکریم لوستل

الله تعالی قرآنکریم نازل کړی تر څو خپله یې ولولو او پر نورو یې هم ولولو، الله تعالی فرمايي:

[وَقُرْآنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلًا]

ژباړه: قرآنکریم مو پر تا بېل بېل نازل کړ تر څو پر خلکو په دمه دمه ولولې او دا مو پر تا په تدریج سره نازل کړ.

د قرآنکریم تلاوت له منځه تللی، د پوهنتون او ښوونځیو زده کوونکي قرآنکریم له مخې نه شي لوستلی نو تلاوت به څنګه وکړي؟ همدا زمونږ ورونه او خویندې دي چې قرآنکریم نه شي لوستلی.

پنځم: استشفاء بالقرآن

قرآنکریم د ټولو امراضو ظاهري او باطني امراضو لپاره شفاء ده او مونږ ته لازمه ده چې د قرآنکریم په لوستلو له الله تعالی څخه شفاء وغواړو، الله تعالی فرمايي:

[وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ]

مونږ پر تا له قرآنکریم څخه هغه څه نازلوو چې هغه شفاء ده.

د شفاء لفظ کې فکر وکړئ الله تعالی دواء نه یادوي شفاء یادوي ځکه دوا د شفاء وسیله ده او هره دواء کې شفاء نه وي نو قرآنکریم دوا نه بلکې مطلوب او مقصود دی یعنې شفاء ده.

شپږم: نړۍ له تیارو اېستل

باید زمونږ دا عقیده وي چې نړۍ له قرآنکریم پرته په تیارو او جهل کې پرته ده او له اسلام پرته جاهلیت او تیارې دي نو باید کفار له دې تیارو را بهر شي او د اسلام رڼا ته دننه شي، الله تعالی فرمايي:

دا هم ولولئ

خوارجو سره دامام ابو حنيفه رحمه الله د مناظرې جالبه کيسه

د سعد ابن وقاص رضی الله عنه د سيرت څو لنډې برخي!…

‏د إمام أبوحنيفه رح يو پټ راز چې د هغه تر مرګ وروسته ښکاره شو

[كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ]

ژباړه: مونږ دا کتاب پر تا د دې لپاره نازل کړی تر څو د خپل رب په اجازه پرې خلک د کفر له تیارو د اسلام رڼا ته؛ د هغه الله لارې ته چې غالب او ستایل شوی دی.

تاسو به اوس ځان سره خاندی چې نړۍ څومره پرمختګ کړی او مونږ وروسته پاتې خلک یو نو څنګه به هغوی له تیارو رڼا ته را بهر کړو خو تاسې په دې خندا کې ځکه ملامت نه یاست چې قرآنکریم او د هغه رڼا نه پېژنی او که د قرآنکریم رڼا درسره وی نو د کفر نړۍ دې مادي وړانګو به مو سترګي نه برېښولی، تاسې چې اسلام نه وي پېژندلی نو څنګه به د هغه په ښېګڼه او رڼا پوه شی او په دې به څه پوه شی چې غربي نړۍ زمونږ قرآنکریم ته څومره اړتیا لري؟

اووم: په قرآنکریم فیصلې کول

قرآنکریم راغلی تر څو په نړۍ کې واړه او لوی ټول اختلافات حل کړي، په لانجو کې پرې فیصله وشي او د حاکمیت یواځينی مرجع وي او که څوک له قرآنکریم پرته په بل څه حکمونه او فیصلې کوي نو هغه یقینا کافر او له اسلام څخه وتلی دی، الله تعالی فرمايي:

[وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ]

ژباړه: او په هېڅ شي کې تاسو اختلاف نه کوئ مګر دا چې حکم یې له الله سره شته، او د الله حکم خو ښکاره خبره ده چې قرآنکریم دی. الله تعالی بل ځای فرمايي:

[فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ] ژباړه: که په کوم شي کې مو لانجه راغله نو الله تعالی او رسول الله ته یې وروګرځوئ که تاسې په الله او آخرت ایمان لری! دلته الله تعالی شرط ایښی (إن – شرطیه دی) چې که تاسې په الله تعالی او آخرت ایمان لری نو خپلې لانجې په قرآن او حدیثو باندې حل کړی نو په دې توګه له هغه خلکو څخه ایمان نفی شوی چې هغوی خپلې لانجې او فیصلې په قرآن او حدیثو نه حل کوي.

الله تعالی فرمايي:

[وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ]

ژباړه: او د دوی تر منځ په هغه څه حکم وکړه چې الله تعالی یې پر تا نازلوي او د دوی د غوښتنو تابعداري مه کوه.

غرب چې هر څه کوي نو دا د هغوی هواء او غوښتنه ده او مونږ عینا په همدې کې د دوی اتباع کوو.

ځان سره فیصله وکړئ او ځواب خپل ځان ته ورکړئ چې آیا مونږ خپلې فیصلې په قرآنکریم حل کوو؟ آیا زمونږ قوانین غربي نه دي؟ آیا وطني جرګې مو د فیصلو او لانجو د حل مرجع نه ده؟

اتم: د قرآنکریم ابلاغ او بیانول

دا د اهل قرآنو وظیفه ده چې قرآنکریم نورو ته بیان کړي، الله تعالی فرمايي:

[يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ]

ژباړه: ای د الله رسوله! خلکو ته هغه څه ابلاغ کړه چې ستا د رب له لوري پر تا نازلېږي، اصولیان وايي: هر خطاب چې رسول الله ته متوجه وي همداسې د هغه امت ته هم متوجه ده ځکه خصوص د لفظ ته اعتبار نه وي بلکه عموم د معنی ترې مراد وي.

تاسو ته به دا سوال پیدا شي چې مونږ څنګه قرآنکریم زده کړو تر څو پرې پوه شو او عمل پرې وکړو؟ نو د دې ځواب ډېر آسانه دی، الله تعالی تاسو تر خپل طاقت مکلف کړي یاست تاسو کولی شی لومړی پښتو ژبه باندې معتبر تفسیرونه ولولئ لکه کابلی تفسیر او عزیز التفاسیر بیا تر خپلې وسې پورې عربي ژبه او هغه علوم زده کړئ چې د قرآنکریم فهم ته مو رسوي او ورپسې معتبر او مشهوره تفاسیر لوستل پیل کړئ لکه طبري او ابن کثیر، له دې اساس او اصلي تفاسیرو وروسته کولی شی نور آزاد تفاسیر ولولئ لکه في ظلال القرآن او التحریر والتنویر، که تاسو پیل وکړئ، ارزښت ورکړئ او مینه ولرئ نو د قرآنکریم زده کړه ډېره آسانه ده، الله تعالی فرمايي:

[وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ]

ژباړه: پرته له شکه مونږ قرآنکریم د پند اخیستلو لپاره آسانه کړی، نو آیا څوک شته چې پند واخلي؟ او الله تعالی بل ځای کې فرمايي:

[وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ]

ژباړه: پرته له شکه مونږ پر تا ښکاره آیتونه نازل کړي.

نو د قرآنکریم آیتونه ښکاره، واضح او آسانه دي او هر څوک چې وغواړي د قرآنکریم زده کړه کولی شي او کوم ځای چې نه شي زده کولی نو دی پرې مکلف نه دی ځکه هر انسان تر خپلې وسې مکلف دی، الله تعالی فرمايي:

[لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا]

ژباړه: الله تعالی هیڅوک نه مکلف مه کوي مګر په هغه شي چې د ده په وس پوره وي.

نو مسلمانانو ورونو! اول ځان او بیا تاسو ته وایم چې راځئ د تفسیر حلقاتو ته ورشو، له سترو او معتبرو علماوو څخه قرآنکریم زده کړو او تر خپلې وسې ټولې هغه لارې په کار واچوو چې د قرآنکریم پوهه پرې حاصلېږي.

مخکینې مطلب

د قران کریم توهین ته د اردغان غبرګون؛ سوېډن ته به کله هم ناټو کې د غړیتوب اجازه ور نکړم

بل مطلب

کفار ولې د قرآن توهين کوي او زموږ مکلفيت څه دی؟!

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

خوارجو سره دامام ابو حنيفه رحمه الله د مناظرې جالبه کيسه

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 27, 2023
اسلام پوهنه

د سعد ابن وقاص رضی الله عنه د سيرت څو لنډې برخي!…

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 21, 2023
اسلام پوهنه

‏د إمام أبوحنيفه رح يو پټ راز چې د هغه تر مرګ وروسته ښکاره شو

نشرونکی: ح ف جلال
دسمبر 26, 2022
اسلام پوهنه

له ﷲ ﷻ نه د ځينو مسلمانو او سيکولرو د بغاوت مشترکه نقطه

نشرونکی: ح ف جلال
دسمبر 17, 2022
اسلام پوهنه

اوږدې شپې غنیمت وګڼئ!

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 13, 2022

وروستي

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
0

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

انسان د خولې شاته دی!

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

انسان د خولې شاته دی!

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com