کابل ټکی کام (جمعه، ۵ کب، ۱۴۰۱ل)
د ټولګټو چارو وزارت غواړي چې د کانونو د استخراج په بدل کې، د کابل – کندهار لویه لاره ترمیم او ورغوي او په دې برخه کې یې له شرکتونو غوښتي دي چې له اسنادو سره مراجعه وکړي. ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد وزارت د کابل – کندهار لویې لارې اقتصادي ارزښت ته په کتو سره، پلان لري چې دا لویه لاره په پنځو برخو کې د کانونو د استخراج په بدل کې ترمیم او او بیارغوي. سرچینې زیاته کړې، دا پنځه برخې له ارغندۍ چوک څخه تر دوراني بازار، د غزني له مرکز څخه تر پښ کنده، له پښ کنده څخه تر کلات، له قلات څخه تر شهر صفا او له شهر صفا څخه تر مانجه) پورې تقسیم شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل- کندهار د سړک یادې برخې د کانونو د استخراج په بدل کې له ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره دقرارداد او په اساسي ډول بیارغول کېږي.















