کابل ټکی کام (شنبه، ۶ کب ، ۱۴۰۱ل)
چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ او تجارت ترټولو ډېره مصروفه لاره د تورخم دروازه تر څو ورځني ځنډ وروسته د هر ډول تګ-راتګ لپاره په عادي ډول پرانیستل شوه.
د تورخم کمیسار مولوي محمد صديق خالد کابل ټکی کام خبريال ته وويل، چې ياده دروازه د نن (کب ۶ شنبه) د سهار له شپږو بجو څخه د تورخم دروازه د هر ډول تګ-راتګ لپاره په بشپړ ډول پرانیستل شوې ده.
ياده دروازه څو ورځې مخکې د افغانستان له لوري په دې موخه تړل شوې وه، چې د چارواکو په وينا تلونکو او راتلونکو افغانانو سره د دراوزې هغې غاړې پاکستاني مسولينو له لوري په تګ راتګ کې مشکلات پيدا شوي و.
د يادو مشکلاتو د حل په موخه پاکستاني پلاوی کابل ته راغلی و او دغه راز پرون جمعه افغان لوري له خپله اړخه دروازه پرانيستله خو پاکستاني لوري بيا نن شنبه پرانيسته او له دواړو لوريو په عادي ډول تګ راتګ او تجارت پيل شوی دی.


















