کابل ټکی کام (جمعه، ۵ کب، ۱۴۰۱ل)
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. اوچا ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې له ۲۳،۷ میلیونه کسانو سره د مرستې لپاره ۴،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده. سرچینې لیکلي، مرستندویه ادارې کولی شي د ژمي په موسم کې خپلو ژمنیو فعالیتونو ته دوام ورکړي او له کورنیو سره مرسته وکړي. اوچا د طبيعي پېښو په تېره بيا سېلابونو ته د اشارې په ترڅ کې له مرستندويه بنسټونو وغوښتل چې د طبيعي پېښو له رامنځته کېدو مخکې له اړمنو سره مرستې ته چمتو شي. د يادونې وړ ده، چې هر کال د کال په پيل کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي.















