روسیه په اوکرایین د غږ پرتله پنځه برابره چټک هایپرسونیک توغندي توغولي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ کب، ۱۴۰۱ل)
په اوکرایین د روسیې د بریدونو نوې لړۍ لږ تر لږه نهه کسان وژلي دي.
په دغو بریدونو کې روسیې د هایپرسونیک توغندیو په ګډون له پیاوړو وسلو کار اخیستی دی.
د راپورونو له مخې روسیې په اوکرایین د یرغل په لومړیو میاشتو کې د کنزال هایپرسونیک توغندي چې هوا کې له ځانه دفاع کولی شي نه وو کارولي.
له همدې امله دا وروستۍ لړۍ تر ټولو سخته توغندیزه لړۍ بلل کېږي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۳/۰۳/۰۹) وویل: “د کنزال هایپرسونیک توغندیو په ګډون، لرې واټن وېشتونکي توغندي، سمندري او ځمکني وسلو د کراییني پوځ مهم بنسټیز تاسیسات په نښه کړي دي.”



