آلمان کې پر یوې کلیسا د برید له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۹ کب، ۱۴۰۱ل)

د آلمان د هامبورګ ښار پر یوه کلیسا وسله ال برید کې اوه کسان وژل شوي دي. د راپورنو له مخې، دا برید تیره شپه د آلمان په وخت په شاوخوا نهو بجو د هامبورګ ښار په الستردوروف سیمه کې شوی و. عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې تر بریده وروسته ګڼ شمیر امبولاسونه یې په سیمه کې لیدلي او زیات امنیتي ځواکونه هلته رسیدلي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې برید کې اوه کسان وژل شوي دي او ګڼ ټپیان دي؛خو دا نه ده په ډاګه شوې چې بریدګر یو تن و او که زیات وو.

مربوطه مطالب

Back to top button