سعید غلجی
که څه هم تر اوسه د هرات د زلزلې دقيق تلفات نه دي معلوم، مګر داسې برېښي، چې تلفات خورا زيات دي، ځکه چې ويل کيږي پنځلس کلي په بشپړه توګه نړيدلي او په هر کلي کې ډېر لږ خلک ژوندي پاتې.
خو له بده مرغه موږ دومره غافل يو، چې تر اوسه يوې رسنۍ هم د پېښې له ځایه دقيق معلومات رسنيز نه کړل، حال دا چې په سلګونو داخلي او خارجي رسنۍ دلته فعاليت کوي. حکومت هم په دې هکله ډېر زيات غفلت وکړ، پرون سهار زلزله شوې او تر اوسه موږ دقيقت معومات نه لرو.
زموږ مسؤليت دا دی، چې دقيق معلومات تر لاسه او تر نړيوالو يې ورسوو. ځکه تر څو چې موږ دقيق معلومات نشر نه کړو او خلک خبر نه شي، له زلزه ځپلو سره هيڅ ډول مرسته امکان نه لري.
نو بايد حکومت د دغې غميزې دقيق او مفصل معلومات تر لاسه او نشر کړي، رسنۍ دې راوغواړي او د يو کنفرانس له لارې دې پر نړيوالو غږ وکړي، چې مرستې ته راوړاندې شي.
که ممکنه وي، د اسلامي همکاريو سازمان او نورو اسلامي ټولنو استازي دې راوغواړي، چې خپله د پېښې ځای ته ورشي او هر څه په خپلو سترګو وويني. نو له دې لارې به ټول امت او اسلامي هيوادونو ته زموږ اواز ورسيږي، تر څو د هرات د مظلوم ولس لاس نيوی وکړي.
هر کار يو کمپاين غواړي، که موږ خپله غميزه تر نړۍ ورسوله، نو حتماً به يو څه مرسته تر لاسه کړو، خو که همداسې غافله پاتي شو، نو دومره مخلص خلک نشته، چې په خپله راشي، زموږ حال وګوري او بيا يې نړۍ ته ورسوي او مرستې وکړي. بلکې دا خپله زموږ مسؤليت دی، چې خپل حال تر نړيوالو ورسوو.
کله چې په ۲۰۰۵ م کال په کشمير کې زلزله وشوه، پاکستان دومره رسنيزه کړه، چې حتی له اوښتي زيان څخه يې زياته مرسته راجلب کړه. دغه راز، څو مياشتې وړاندې چې په ترکيه او سوريه کې زلزله وشوه، هغوی هم ښه پوښښ ورکړ، مرستې يې جلب کړې او تر يوې اندازې د بې وسه زلزله ځپلو لاس نيوی وشو. حال دا چې ترکيه خپله هم پياوړی اقتصاد لري او د خپلو زلزله ځپلو مرسته يې خپله هم کولای شوه.
مګر پروسږکال چې په پکتيکا کې زلزله وشوه، موږ هيڅ پوښښ ورنکړ، نو زلزله ځپلي هيوادوال مو تر اوسه لالهانده ګرځي. نه ورته کافي او مناسب کورونه جوړ شول، نه د خوراکي توکو سمې مرستې ورسره وشوې او نه کاروبار ورته برابر شو.
نو دغه غفلت بايد تکرار نه شي، زموږ خپل اقتصاد هم ضعيف دی، له بنديزونو لاندې يو، نه شو کولای چې ټولو زلزله ځپلو سره کافي مرستې وکړو، نو بايد چې نړيوالو ته خپل غږ ورسوو او له هرې ممکنه لارې يو څه مرستې راجلب کړو.
د هرات زلزله ځپلی ولس ډېرو زياتو مرستو ته اړتيا لري، يو څو ډبيه خواړه د هغوی ستونزه نه شي حل کولای، هلته تر هر څه لومړی د سيارو روغتيايي ټيمونو اړتيا ده، تر څو د زخميانو تداوي وشي، دغه راز هغوی ته بايد د کافي خوراکي موادو تر څنګ، په عاجله توګه سرپناوې برابرې کړو او د آينده لپاره بايد مناسب کورونه ورته جوړ شي.
په هر صورت؛ يوازې پرديو مرستو ته هم بايد منتظر نه شو، خپله افغانان هم دومره څه لري، چې د خپلو هراتي وروڼو اوښکې ورپاکې او يو څه مرسته يې وکړي. فقط انسجام ته اړتيا ده. انسجام داسې کېدای شي، چې په هر ولايت کې د اثر او رسوخ خلک، قومي مخور او دولتي چارواکي را وړاندې شي او له هراتي زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره يو شفاف سيستم رامنځ ته کړي، صندقونه کيږدي او خلک مرستې ته راوبلي، له دې لارې موږ ډېر ژر او په ډېره اسانۍ کولای شو، چې تر هر چا ړومبي خپلو وروڼو ته مرسته ورسوو.


















