طوفان الاقصی او زموږ روشن فکره مسلمانان!

سعید غلجی

پرون سهار د فلسطين جهادي مقاومت (حماس) د اسرائيلو خلاف د (طوفان الاقصی) په نوم ځانګړي عمليات پيل کړل، چې تر دې دمه په سلګونو اسرائيلي عسکر پکې وژل شوي، په سلګونو نور يې ژوندي نيول شوي او تقريباً دوه زره اسرائيليان ټپيان دي. په دغو عملياتو کې د حماس مجاهدينو تر پنځو زرو زيات مزايل استعمال کړي، چې د ځاني تلفاتو تر څنګ يې اسرائيلو ته پراخ مالي تلفات هم اړولي.

د فلسطيني ځوانانو دا غزا په توله اسلامي نړۍ کې په پراخه توګه وستايل شوه، خو تر څنګ يې ځينو تش په نوم مسلمانانو مخالفت هم وکړ، يا حد اقل ويې نه ستايله او دا غزا يې د فلسطين او اسرائيلو شخصي جګړه وبلله.

له بده مرغه زموږ هېواد کې هم يو شمېر خلک په دې اند دي، چې فلسطين موږ څه کوو، دا د هغوی خپل کار دی، چې جګړه کوي، يا يې نه کوي. بلکې ځينې يې لا دا هم وايي، چې په هيچا مې جګړه نه لوريږي، فلسطينيان بد کوي، چې په اسرائيلو حملې کوي!

حال دا چې اول خو بيت المقدس د فلسطينيانو شخصي قضيه نه ده، بلکې دا د ټول امت قضيه ده، د مسلمانانو لومړۍ قبله او د ګڼ شمېر پېغمبرانو ټاټوبی دی. دوهم دا چې بالفرض، که دا د فلسطينيانو شخصي قضيه هم شي، نو بيا يې هم پر موږ ملاتړ لازم دی، ځکه د دوی جګړه د اسلام له ازلي مخالفينو (يهودو) سره ده، نو د مسلمان او يهودي تر منځ خو د مسلمان ملاتړ پر موږ فرض دی.

ځکه د نړۍ په هر ګوټ کې، د هر مسلمان په غم بايد غمجن او په خوښۍ يې خوښ شو، همدا د ايمان تقاضا ده.

بل خوا ځينې په اصطلاح (روشن فکران) په دې باور دي، چې د فلسطينيانو له اسرائيلو سره وس نه رسيږي، نو بايد چې هيڅ مقاومت ونه کړي، کنه د اسرائيلو له خوا د فلسطيني ولس دوژلو ټوله پړه به د حماس پر غاړه وي!

هو به هو، دا خبره دلته هم تکرارېده، همدغو محافظه کارو روشن فکرانو به ويل، چې طالبان ولې له امريکا سره جنګيږي، حال دا چې له امريکا سره ټوله نړۍ ولاړه ده، سوپر طاقت ده او ځواکونه يې په ډېرو پرمختلليو وسلو سمبال دي، خو طالبان تش لاس دي، هيڅ ځواک او د مقابلې طاقت نه لري، نو ولې هسې خپل بې چاره ولس پرې وژني!؟

دغه ډله خلک ظاهراً د اسلام او مجاهدينو مخالفت نه کوي، خو داسې پلمې، بهانې ګوري، چې د هغو په واسطه مجاهدين له خپل هدف څخه منحرف کړي، مورال يې ووژني او د جهاد او مقابلې شيمه پکې ختمه کړي.

د دوی اصلي مشکل دا دی، چې دوی ډارن دي، ايمانونه يې کمزوري دي، پر الهي نصرت باور نه لري او ټول حساب پر مادياتو او خپل ناقص عقل کوي.

خو لکه څرنګه چې پخوا هم د دوی اټکلونه غلط ثابت شوي، همداسې به همېشه د دوی اټکلونه غلط ثابتيږي او مسلمانان به همېشه برلاسي او فاتحين وي، ان شاء الله!

دوی ته وايو، که ستاسې پر کور يو قوي دښمن حمله وکړي، ناموس ته مو لاس واچوي، کور مو در وران کړي او کرار ستاسې کور کې ګرځي، را ګرځي او وهي، ټکوي مو، نو ستاسې عکس العمل به څه وي!؟ ايا تاسې به کرار کښېنئ، چې ګويا دوی سره خو زموږ وس نه رسيږي او که تر خپله وسه به يې مقابله کوئ؟

معلومه ده، چې له خپل ژونده به تېر شئ، خو دا حالت به ونه زغمئ. نو د يو هېواد، ملت او امت قضيه هم همداسې ده، بايد تر خپله وسه مقابله وشي، دا هم ښه ده چې يو نفر د دښمن ووژل شي او سل نفره زموږ، خو دا نه ده صحيح، چې کرار کښېنو او دا ټول ذلت وزغمو.

له ابتداء څخه مسلمان کم او کمزوري، خو کفار زيات او زورور وو، مګر بيا هم الله تعالی مسلمانانو ته د جهاد حکم وکړ او نتيجه هم دا وه چې همدغه لږ شمېر او کمزوري مسلمانان به په هر ډګر کې په څو چنده زياتو او زورورو کفارو برلاسي وو.

په راز يې پوهېږئ!؟

راز يې دا دی، چې ټکنالوژي قطعاً له ايډيالوژي سره مقابله نه شي کولای، هغه څوک کامياب دي، چې مورال او عقيده ولري. ځکه چې دغه ډول خلک خپله مبارزه، ژوند او مرګ هر څه تر خپل هدفه قربانوي او په هر حالت کې ځان کامياب او نېکبخته ګڼي، مګر هغه خلک چې عقيده ونه لري، هغوی له مرګ څخه ډېر سخت ويريږي او هيڅکله نه غواړي چې د خپل هدف لپاره ووژل شي.

همدا اوس هم چې په فلسطين کې غزا روانه ده، دا د ايډيالوژي او ټکنالوژي جګړه ده، مجاهدين که ژوندي پاتې شي، په خپله غزا افتخار کوي او که په دې لاره کې ووژل شي، نو د شهادت وياړ تر لاسه کوي. مګر يهود هيڅکله نه غواړي چې ووژل شي، هغوی يوازې د همدې دنيا لپاره هلې، ځلې کوي، په آخرت کې د جنت هيڅ هيله نه لري، که څه هم ظاهراً خو ځان اهل کتاب ګڼي او د جنت دعوا کوي، مګر په زړونو کې پوهيږي او له همدې امله له مرګه تښتي.

وروستۍ خبره دا چې د مسلمانانو او کفارو تر منځ دغه ټولې جګړې مذهبي جنبه لري، نه سياسي. کله چې امريکا پر افغانستان يرغل کاوه، نو ډېر روشنفکره (!) مسلمانان په دې اند ؤ، چې دا بريد ځکه کوي، چې القاعده پر امريکا بريد وکړ او طالبانو اسامه ته پناه ورکړې، طالبان د نړيوالو غوښتنې نه مني او په سياست نه پوهيږي، حال دا چې که طالبانو اسامه امريکا ته ورسپارلی هم وای، بيا به هم هغوی بلا نورې بهانې جوړولې او په افغانستان به يې يرغل کاوه، ځکه چې د امريکا ولسمشر جوريج ډبليو بوش ښکاره وويل چې دا يوه صليبي جګړه ده!

همدغه راز، نن چې په فلسطين کې جګړه روانه ده، دا دی د امريکا دفاع وزارت ښکاره د اسرائيلو ملاتړ اعلان کړ او بيګا يې اعلان وکړ، چې اسرائيلو سره به د خپلې دفاع په خاطر پوره مرسته کوي. مګر زموږ مسلمان حکمرانان (!) نارې وهي، چې ژر تر ژره دې دواړه خواوې جګړه ودروي، جګړه د هيچا په خير نه ده!

ځينې يې نړيوالې ټولنې ته منتظر دي، چې ګويا هغوی به دا لانجه حل کړي، حال دا چې نړيواله ټولنه خپله د کفارو يوه اداره ده او د هغوی فيصله دا ده، چې فلسطينيانو ته به وايي چې تاسې هم جنګ مه کوي او اسرائيل دې هم نه کوي، حال دا چې اسرائيلو د فلسطين ځمکې لاندې کړې او د مسلمانانو پر لومړۍ قبله يې يرغل کړی، دا نو حل دی!؟

مسلمانانو ته پکار دي، چې خپل ځای او خپل صف وپېژ ني، د کفارو په ظاهري خبرو او درواغجنو شعارونو دې نه غلطيږي، دا صفونه هيڅکله نه شي سره يو کېدلای، مسلمان، مسلمان دی او کافر، کافر دی. څرنګه چې ټول کفر يو صف دی، همدغه شان ټول اسلامي امت، يو امت دی، دا موجوده جغرافيوي کرښې او تقسيمات هم کفارو پلان کړي او عملي کړي، يو امت يې په مليتونو وېشلی، خو مسلمان بايد د مليت پر ځای، د امت داعيه ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button