کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ تله، ۱۴۰۲ل)
د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ياد هېواد سفير کاظمي قمي ویلي چې د ايران حکومت په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له کبله خپله خواخوږي له افغان حکومت او اولس سره شريکوي او په دغه غم کې ځان شريک بولي. هغه ویلي چې د ایران د ژغورنې ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي او له افغان لوري سره يو ځای تر خاورو لاندې د پاتي کسانو په ژغورلو بوخت دي. هغه ډاډ ورکړی چې د خوراکي توکو او د لومړنيو مرستو کېټونه به هم ژر سيمې ته ورسېږي.


















