حماس: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې مو د صهیونیستانو ۳ چورلکې له منځه وړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۲ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې “القسام لېوا” خبر ورکړی، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د صهیونیستي اشغالګرو ۳ چورلکې له منځه وړې دي.
د القسام ویاند “ابوعبیده” المنار تلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي، چې تېر ۴۸ ساعتونه د اشغالګرو لپاره خورا مرګوني و. د دوی جنګیالي توانیدلي، چې د نیواکګرو ۳ پوځي چورلکې نسکورې او ۵۰ ټانکونه ویجاړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییلي رسنیو پرون جمعه د دیسمبر په ۲۹ خبر ورکړ، چې د اکتوبر له ۷ مې نېټې راهیسې یې غزه کې ۸۲۵ ټانکونه ویجاړ شوي دي.