مولانا فضل الرحمان له ټاکنو وروسته کابل ته راځي

کابل ټکی کام (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۴۰۲ل)

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر «مولانا فضل الرحمن» وایي چې پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې له ټاکنو وروسته کابل ته د سفر اراده لري.

مولانا فضل الرحمان وړمه ورځ اسلام آباد کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د افغان حکومت هغه ته په رسمي توګه بلنه ورکړې تر څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې اترې وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر دا هم ویلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان بهرنۍ پالیسي باید په باور ولاړه وي او دا باور باید خوندي وي.

مولانا فضل الرحمان دا هم ویلي چې د پاکستان له ټاکنو وروسته به یې لومړیتوب افغانستان ته سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې اترې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د لیندۍ په ۲۶مه ویلي وو چې مولانا فضل الرحمن دوی کابل ته دعوت کړی تر څو د پاکستان په اړه د اسلامي امارت د دریځ اړوند منفي تبلیغاتو مخنیوی وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button