د یمن وسله وال پوځ د اسرائیلو په شمالي أسدود ښار توغندیز بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)

د راپورونو له مخې یمني ځواکونو د اسرائیلو په شمالي أسدود ښار توغندیز بریدونه کړي دي.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمېنه صنعا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې بریدونه یې بریالي و او د اسرائیلو مهم پوځي اهداف پکې په نښه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې یاد بریدونه یې په غزه، لبنان او سوریه باندې د صهیونیستي ترهګر پوځ د وروستیو وحشیانه هوایي حملو په غبرګون کې ترسره کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button