کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د راپورونو له مخې جنوبي لبنان کې د حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ ځواکونو سره نښتو کې د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون ۳ صهیونیستي پوځیان وژل شوي دي.
د حزب الله غورځنګ اړوند “المنار” تلویزیوني شبکې د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې اسرائیلي پوځ پر لپسې له اوربند سرغړونې کړي او په جنوبي لبنان کې یې د دوی پر ځواکونو تر بریدونو وروسته د دوی جنګیالیو د صهیونیستي پوځ پر یوې اډې برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
د ویلو ده، چې د اسرائیلو ۱۲ خبري آژانس هم جنوبي لبنان کې خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلی پخلی کړی؛ خو د کره شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.