ميراث او وصيت

ایا کوم زوی د پلار څخه د حق غوښتنه کولی شي ؟

د فتوی شمیره: (۱۹۵)


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

مولوي صیب پوښتنه مې دا ده چې یو څوک د وروڼو او پلار څخه جدا شي په داسې حال کې چې پلار یې ژوندی وي ، دی ووایي چې ماته په زمکه او پیسو کې خپل حق رابېل کړئ ، خو وروڼو او پلار هیڅ شی ورنه کړ ، کله چې دی بېلېده په هغه وخت کې له دوی سره ټوله نغده سرمایه درې لکه افغانۍ وه او وروڼو یې په دې پیسو تجارت وکړ اوس شپږ کاله وروسته بیا دعوه کوي چې ماته په پیسو او زمکه کې خپل حق راکړئ .

نو ایا دی د دعوې حق لري او که نه ؟ که یې لري نو حق یې په کومو پیسو کې کیږي ؟

د ځواب په هیله .
عبدالهادي مظلوم یار کچلاک


الجواب وبالله التوفیق :
ترڅو چې زامن د پلار سره په یو کور کې ګډ ژوند کوي او زامن یې تجارت هم کوي نو ټول مال او جایداد د پلار ملکیت حسابیږي ، د پلار خوښه ده کوم زوی ته څه برخه ورکوي او که یې نه ورکوي ،

کوم زوی ترېنه د حق مطالبه نه شي کولی .

کله چې پلار وفات شي نو کومه ترکه ( میراث ) چې د ده د مرګ په وخت کې موجوده وي هغه ټوله به د ځامنو ( په یو کور کې ورسره وي او که جدا وي ) ، لورګانو او نورو وارثانو تر مېنځ به په شرعي طریقې سره تقسیمیږي .
خو که پلار په ژوندون کې هر زوی ته څه مال ورکړي او بیا یې له ځان سره یې په کاروبار کې شریک کړي نو د شراکت لري ، بیا د پلار د وفات څخه وروسته به لومړی له ټولې ترکې څخه هر شریک ته د خپل حساب په اندازه برخه ورکول کیږي بیا چې کوم مال پلار ته ورسیږي هغه به د پلار ترکه حسابیږي او د ټولو وارثانو په مېنځ کې به په شرعي طریقې سره تقسیم شي .
الدلیل علی ذلک :
الأب وابنه يكتسبان في صنعة واحدة ولم يكن لهما شيء فالكسب كله للأب إن كان الابن في عياله لكونه معينا له ألا ترى لو غرس شجرة تكون للأب ثم ذكر خلافا في المرأة مع زوجها إذا اجتمع بعملهما أموال كثيرة، فقيل هي للزوج وتكون المرأة معينة له، إلا إذا كان لها كسب على حدة فهو لها، وقيل بينهما نصفان.
وفي الخانية: زوج بنيه الخمسة في داره وكلهم في عياله واختلفوا في المتاع فهو للأب وللبنين الثياب التي عليهم لا غير
ردالمحتار ، ټوک : ۳ ، مخ :۳۶۰ ، فصل في الشرکة الفاسدة
فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close