طهارت او لمونځ

د صلاة التسبیح (تسبیح لمونځ) فضیلت ، وخت او د ادا کولو طریقه یې !

د فتوې شمېره ( ۲۲۶)

پوښتنه :

صلات تسبیح لمونځ په کوم ډول وکړو ؟ وضاحت یې راته وکړئ ! په احترام .

پوښتونکی : افغان یونس


الجواب وبالله التوفیق :

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته وايي : اې تره تاته داسې ډالۍ او تحفه در نه کړم چې الله جل جلاله ورسره ټول ګنهاهونه ( واړه ، غټ ، ښکاره ، پټ ، مخکیني ، اوسني ، قصدا شوي وي او که خطأ ) معاف کوي ؟ هغه څلور رکعته د صلاة التسبیح دي .

صلاة التسبیح څلور رکعتونه دي

  په څلور واړه رکعتونو کې به دریمه کلمه : (سبحان الله والحمدلله و لا اله الا الله  والله اکبر ) درې سوه  (۳۰۰) وارې په لاندیني ترتیب سره ویل کیږي  .

د تسبیح لمونځ په دوو طریقو سره ادا کېدلی شي او په دواړو کې هر چاته اختیار دی  :

۱ = لومړۍ طریقه :

 چي  نیت وتړې تر ثنا یعنې سبحنک اللهم وروسته به پورتنۍ ذکرشوې دریمه کلمه پنځلس وارې (۱۵ ) ووايې،

تر   اعوذ بالله ، بسم الله ، الحمدلله او  سورت ویلو وروسته به لس(۱۰) وارې ،

 په رکوع  کي  تر سبحان ربي العظیم وروسته لس (۱۰)وارې، 

بیا په ولاړه د ربنا لک الحمد نه وروست لس(۱۰) وارې ووايې .

او په اوله سجده کې د سبحان ربي الاعلی نه وروسته لس(۱۰) وارې، 

چي کله د اولې سجدې نه راپورته شې او کينې نو لس (۱۰ ) وارې ،   بیا

بیا په دوهمه سجده کې هم تر سبحان ربي الاعلی وروسته لس (۱۰) وارې ووایې .

په دې ترتیب سره په یو رکعت کې پورتنۍ کلمه پنځه اویا (۷۵ ) وارې کیږي  

له دې څخه وروسته به پاتې څلور واړه رکعتونه په همدې ترتیب سره پوره کړې . 

دغه طریقه امام ترمذي رحمه الله د عبدالله ابن مبارک رحمه الله څخه نقل کړې ده          

۲= دوهمه طریقه :

د نیت تړلو ، ثناء ، الحمدلله او سورة ویلو نه وروسته ذکر شوې کلمه پنځلس (۱۵) وارې ووایي ، بیا په رکوع کې د سبحان ربی العظیم نه وروسته لس (۱۰ ) وارې ، بیا د ربنا لک الحمد نه وروسته لس ( ۱۰ ) وارې ، بیا په لومړۍ سجده کې د سبحان ربی الاعلی نه وروسته لس ( ۱۰ ) وارې ، بیا د دواړو سجدو په مېنځ کې لس ( ۱۰ ) وارې ، بیا په دوهمه سجده کې د سبحان ربی الاعلی نه وروسته لس ( ۱۰ ) وارې ، بیا به د دویمې سجدې نه وروسته په الله اکبر ویلو سره به کینې او لس (۱۰ ) وارې به یې ووایې او بیا به د الله اکبر ویلو نه پرته ودریږې .

او بیا به دوهم ، دریم او څلورم رکعتونه هم په دې طریقې سره ادا کړې ، خو په لومړۍ ناسته کې به د التحیات نه مخکې دریمه کلمه ووایې ، بیا به التحیات ووایې او دریم رکعت ته به پورته شې .

څلورم رکعت ته پورته کېدو نه مخکې او د سجدو نه وروسته به هم ( د لومړي رکعت په څېر) په الله اکبر ویلو سره کینې او دریمه کلمه به لس ( ۱۰) وارې ووایې .

او په اخري ناسته کې د التحیات پیلولو نه مخکې هم لس (۱۰) وارې بیا به التحیات او درود شریف ووایې او سلام به وګرځوي .

په دې طریقې سره به هم په هر رکعت کې پنځه اویا ( ۷۵ ) وارې دریمه کلمه ولوستلی شي او درې سوه ( ۳۰۰ ) وارې به پوره شي .

یادونه : د مکروه وختونو نه پرته هروخت یې ادا کول جایز دي خو بهتره دا ده چې د غرمې لمر زایله کېدو نه وروسته ادا شي ( سنن ابي داود ، صلاة التسبیح )


الدلیل علی ذلک :

عن ابن عباسؓ ان النبی ﷺ قال للعباس بن عبدالمطلب یا عباس یا عماہ الا اعطیک الا امنحک الا اخبرک الا افعل بک عشر خصال اذا انت فعلت ذالک غفراﷲ لک ذنبک اولہ واخرہ قدیمہ وحدیثہ خطأہ وعمدہ صغیرہ وکبیرہ سرہ وعلانیتہ ان تصلی اربع رکعات تقرء فی کل رکعۃ فاتحۃ الکتاب وسورۃ فاذا فرغت من القرائۃ فی اول رکعۃ وانت قائم قلت سبحان اﷲ والحمد ﷲ ولا الہ الا اﷲ واﷲ اکبر خمس عشرۃ مرۃ ثم ترکع فتقولھا وانت راکع عشرا ثم ترفع راسک من الرکوع فتقولھا عشرا ثم تھوی  ساجدافتقولھا وانت ساجد عشراً ثم ترفع راسک من السجود فتقولھا عشرا ثم تسجد فتقولھا عشرا ثم ترفع راسک فتقولھا عشرا فذالک خمس وسبعون فی کل رکعۃ تفعل ذالک فی اربع رکعات ان استطعت ان تصلیھا فی کل یوم مرۃ فافعل۔۔الخ۔

مشکاة المصابیح . صلاة التسبیح ، مخ : ۱۱۷

قَالَ: سَأَلْتُ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ المُبَارَكِ عَنِ الصَّلَاةِ الَّتِي يُسَبَّحُ فِيهَا؟ فَقَالَ: ” يُكَبِّرُ، ثُمَّ يَقُولُ: سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ، وَتَعَالَى جَدُّكَ، وَلَا إِلَهَ غَيْرُكَ، ثُمَّ يَقُولُ خَمْسَ عَشْرَةَ مَرَّةً: سُبْحَانَ اللَّهِ، وَالحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ يَتَعَوَّذُ، وَيَقْرَأُ: {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} ، وَفَاتِحَةَ الكِتَابِ، وَسُورَةً، ثُمَّ يَقُولُ عَشْرَ مَرَّاتٍ: سُبْحَانَ اللَّهِ، وَالحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَاللَّهُ أَكْبَرُ، ثُمَّ يَرْكَعُ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، ثُمَّ يَرْفَعُ رَأْسَهُ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، ثُمَّ يَسْجُدُ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، ثُمَّ يَرْفَعُ رَأْسَهُ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، ثُمَّ يَسْجُدُ الثَّانِيَةَ، فَيَقُولُهَا عَشْرًا، يُصَلِّي أَرْبَعَ رَكَعَاتٍ عَلَى هَذَا، فَذَلِكَ خَمْسٌ وَسَبْعُونَ تَسْبِيحَةً فِي كُلِّ رَكْعَةٍ، يَبْدَأُ فِي كُلِّ رَكْعَةٍ بِخَمْسَ عَشْرَةَ تَسْبِيحَةً، ثُمَّ يَقْرَأُ، ثُمَّ يُسَبِّحُ عَشْرًا،

(جامع الترمذي باب ماجاء في صلاة التسبیح)

فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close