طهارت او لمونځ

په څومره تشوبولو(متیازو) باندې جامې مرداریږي؟

سلامونه اونيکی هیلی ډير خوشحاله شوم چې انلاین دارلافتاه مې پيدا کړه وروره زه يو پوښتنه لرم که راته ځواب يې کړي
پوښتنه: په څومره تشو بولو (متيازو) باندې جامې مرداریږي یعنې لمونځ ورسره نه کیږي ،وروره ډير تشويش کې یم که راته مو ځواب وکړ مستفتی : سهیل بغلان افغانستان
ځواب: حامداً و مصلياً بسم الله الرحمن الرحيم
وروه ! سلام ته دې عليکم وايم ستا په سوال که د تشو بولو (متيازو) څخه مراد د انسان متيازي وي نو بالاتفاق عندالاحناف دا نجاسة مغلظه و کې راځي
پس د نجاست مغلظه و حکم دا دی كه چرته په ورباندې بدن يا لباس ککړ شي او په اندازه د يوه درهم (چې دلاس په ورغوي کې اوبه واچوې او ورغوي کې څومره ځای اوبه ایسارې شي دغه مساحت د درهم اندازه ده) يا کم له يوه درهم څخه وي او مونځ ورسره وکړی شي نو مونځ يې صحيح او جايز دی او که له يوه درهم اندازې څخه زيات وي نو مونځ نه ورسره کيږي. علامه مرغينايي په الهدايه فی بَابُ الْأَنْجَاسِ وَتَطْهِيرِهَا ج1 ص 35 کې او ابن همام په فتح القدير(ج1 ص 373) کې ليکلي دي ( وَقَدْرُ الدِّرْهَمِ وَمَا دُونَهُ مِنْ النَّجِسِ الْمُغَلَّظِ كَالدَّمِ وَالْبَوْلِ وَالْخَمْرِ وَخُرْءِ الدَّجَاجِ وَبَوْلِ الْحِمَارِ جَازَتْ الصَّلَاةُ مَعَهُ وَإِنْ زَادَ لَمْ تَجُزْ] يعنې له اندازې د يوې روپۍ يا کم له يوې روپۍ له نجاست مغلظه څخه لکه وينه ، بول ، شراب ، د چرګانو ګندګي و د خره متيازې له دې سره مونځ جايز دی. او که (مذکوره اندازې) څخه زيات وي نو بيا مونځ ورسره ندی جايز.
او که په سوال کې د تشو بولو څخه مراد د انسانانو څخه پرته د نور حيواناتو تشې بولې مراد شي نو بيا دغه حيوانات دوه قسمه دي يو هغه حيوانات چې غوښه يې حرامه ده او نه خوړل کيږي د دغه قسم حيواناتو د تشو بولو حکم د انسانانو د بولو په شان دی يعنې نجاست مغلظه و کې راځي چې مسئله يې پورته بيان شوه . او دوهم هغه حیوانات چې غوښه يې خوړل کيږي د دې قسم حيواناتو تشو بولو ته امام ابوحنيفه (رح) نجاست خفيفه ويلي دي او فقهاو ليکلي دي[وبول ما يؤكل لحمه ، وبول الفرس ، ودم السمك ، ولعاب البغل والحمار وخرء ما لا يؤكل لحمه من الطيور نجاسته مخففة (الاختيار لتعليل المختار ج۱ ص ۳۷)] او حکم يې دا دی چې که بدن يا لباس پرې ککړشي او اندازه يې څلورمې برخې د لباس څخه کمه وه نو مونځ ورسره کيږي او که اندازه يې څلورمې برخې د لباس يا له دې څخه زياته وي نو بيا مونځ نه ورسره کيږي (وَإِنْ كَانَتْ مُخَفَّفَةً كَبَوْلِ مَا يُؤْكَلُ لَحْمُهُ جَازَتْ الصَّلَاةُ مَعَهُ حَتَّى يَبْلُغَ رُبُعَ الثَّوْبِ(الهدايه ج1 ص 36 و تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق ج1 ص 349 هکذا في الموسوعة الفقهية)] والله تعالى أعلم



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close