زکات،سرسايه اوعشر

ایامعاش اخیستونکي سړي ته زکات اخستل روا دي؟

(فتواشمیره:88)

پوښتنه:

که څوک چیرته کار {وظیفه } ولري او دوامدار معاش واخلي په اندازه دیوې میاشت خپل مصرف چی د معاش نه اضافه نشی ایا دې شخص ته زکات ورکولی شو ؟  والسلام علیکم ورحمة اله و برکاته .

(پوښتنه کونکی: عبدالحق – کابل- افغانستان)

کله چې دغه نفر سره د نصاب په اندازه پیسې وي زکات اخستل ورته روانه دي ، او که نصاب نه کمې پیسې ورسره وي نو بیازکات اخستلی شي ، او په پیسوکې دسپینو زورو په حساب 52.5 تولې یا(612.36) ګرامه سپین زر چې څومره پیسې جوړیږي دغه نصاب دی.

بابُ الْمَصْرِفِ أَيْ مَصْرِفِ الزَّكَاةِ وَالْعُشْرِ….. (هُوَ فَقِيرٌ، وَهُوَ مَنْ لَهُ أَدْنَى شَيْءٍ) أَيْ دُونَ نِصَابٍ أَوْ قَدْرُ نِصَابٍ غَيْرِ نَامٍ مُسْتَغْرِقٍ فِي الْحَاجَةِ.

( شامي ټوک 2 مخ 339)

والفقير من له أدنى شيء وهو ما دون النصاب أو قدر نصاب غير نام وهو مستغرق في الحاجة….. ويجوز صرف الزكاة لمن لا تحل له المسألة بعد كونه فقيرا ولا يخرجه عن الفقر ملك نصب كثير غير نامية إذا كانت مستغرقة بالحاجة (فتح القدیر ټوک 2 مخ 261 باب من یجوز دفع الصدقة الیه ومن لایجوز)



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close