غزه؛ د مقاومت ځواکونو بریدونو کې ۴ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشبه، ۱۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي رژیم پوځ منلې، چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د مقاومت ځواکونو په وروستیو بریدونو کې یې څلور پوځیان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د قسام لېوا او نورو مقاومتي ډلو په ګډو عملیاتو کې د صهیونیستي پوځ پر څو پوستو او زغرهوالو موټرو بریدونه کړي، چې دښمن ته پکې درنه مرګژوبله اوښتي ده.
مقاومتي ډلې وایي، تر هغې چې د غزې محاصره او یرغل پای ته ونه رسېږي، د دوی بریدونه به دوام لري.



