اسرائيلي پوځي شنونکی: پوځي عملیات به نه حماس مات کړي او نه به بنديان خلاص شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلو مشهور پوځي شنونکي ایهود یعاري خبرداری ورکړی، چې د غزې جګړه د بندي شویو اسراييلي وګړو د خلاصون لاره نه ده، او اسراییلي حکومت باید د هوښیارۍ او منطق پر بنسټ عمل وکړي.
نوموړي ویلي، اسراییل نه نظامي او نه هم سیاسي داسې حل لري چې د بنديانو مسئله یې حل کړي.
یعاري ټینګار کړی چې د لومړي وزیر بنيامين نتنياهو له لوري د پوځي عملیاتو د پراخولو وړاندیز غیر مسؤولانه دی، او دا کار به د اسرایيلي سرتېرو، بندي شویو کسانو او نړیوالې بڼې لپاره خطرونه ولري.
هغه زیاته کړې، نه دا چې زمکني عملیات به حماس له منځه یونسي، بلکې زیات ناورینونه به وزېږوي.
هغه وړاندیز کړی چې د غزې په تړاو دې د پراخو عملیاتو پر ځای د لوېديزې غاړې او لبنان په څېر “زامير پلان” پلي شي، او د حکومت پالیسۍ کې دې اساسي بدلون راوستل شي. یعاري د بن غفیر او سموترېچ افراطي لیدلوری د ستونزې ریښه بللی او د هغه پرېښودو غوښتنه یې کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button