ملګرو ملتونو د افغانستان زلزلهځپلو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی ۱۴۰۴):
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، استفان دوجاریک، ویلي چې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د افغانستان د وروستۍ زلزلې د اغېزمنو شویو خلکو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
دوجاریک څرګنده کړې، دغه مرستې به د بېړنیو اړتیاوو لکه سرپناه، خوراکي توکو، څښاک اوبه، روغتیایي خدمتونو او د زیانمنونکو قشرونو د ساتنې په برخه کې ولګول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې یو شمېر هېوادونه هم د افغانستان د زلزلهځپلو د ملاتړ لپاره د مرستو او بودجې ژمنې کړي دي.
ملګرو ملتونو پر نړیوالو هېوادونو او خیریه بنسټونو غږ کړی، چې د افغانستان د زلزلهځپلو خلکو د کړاوونو په کمولو کې د همکارۍ او همبستګۍ له لارې خپل انساني مسوولیت ترسره کړي.
د کونړ ولايت په وروستۍ زلزله کې تر دوه زره زيات کسان مړه شوي، زرګونه نور ټپيان، ګڼ کورونه نړېدلي او زرګونه کورنۍ بېسرپناه شوې دي.



