امربالمعروف وزارت د تصوف تر نوم لاندې د غیرشرعي کړنو ترسره کوونکې يوه ډله نيولې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی ۱۴۰۴):
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، چې هغه ډله یې نیولې چې د تصوف تر نوم لاندې یې غیرشرعي کړنې، بدعتونه او خرافات ترسره کول.
نوموړي زیاته کړه، له یادې ډلې څخه د سید ابراهیم آغا ګیلاني په نوم کس څخه تعهد اخیستل شوی چې نور به هېڅ ډول بدعتونه او منکرات نه ترسره کوي.
خیبر پر خپل اکس اکاونټ یو انځور خپور کړی چې په کې د یاد کس د تعهد لیک ښکاري.
د امربالمعروف وزارت ټینګار کوي، چې د ټولنې په کچه د منکراتو مخنیوی او د شرعي احکامو پلي کول یې دنده ده او دغه ارګان به هېڅ ډول کړنې چې د شریعت له اصولو سره په ټکر کې وي، ونه زغمي.
یاد وزارت وایي، د ټولنې د وګړو د فکري او عقیدوي اصلاح لپاره هڅې روانې دي، څو خلک له ناوړه افکارو، باطلو عقایدو او بدو کړنو څخه وساتل شي.
وزارت ټینګار کړی چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، ټول وګړي یې د حنفي مذهب پیروان دي او د شریعت د اصولو پلي کول د هر مسلمان دنده ده.



