سومالیا کې الشباب وسله والو د امريکايي ځواکونو پر یوې سترې اډې برید کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۴ل)
سومالیا کې د الشباب وسلهوالې ډلې په رسمي ډول د امريکايي ځواکونو پر پوځي اډې د ترسره شوي بريد مسؤليت منلی دی.
الشباب په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويلي، چې ياد بريد يې د غزې د جګړې په غبرګون کې ترسره کړی دی.
د بيان له مخې، دا يوازې لومړنی ګوزار و او تر دې وروسته به نور لوی بريدونه هم ترسره شي.
دغې ډلې ټینګار کړی، چې تر هغه وخته به يې عمليات روان وي څو امريکا د اسرائيلو ملاتړ پای ته ونه رسوي او د غزې پر ضد جګړه ودريږي.
الشباب چې له کلونو راهيسې د امريکايي او افريقايي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، دا ځل د غزې جګړې ته د غبرګون په توګه د خپلو بريدونو د پراخېدو خبر ورکړی دی.



