د غزې جګړه؛ د مقاومت ځواکونو بریدونو کې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۴ل)

د غزې تړانګې بېلابېلو سیمو کې مقاومت ځواکونو پر صهیونیستي ترهګرو پوځیانو تازه بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وایي، د خان یونس او شجاعیه په سیمو کې د مقاومت ځواکونو لخوا په صهیونیستي پوځ چاودنې او د کمین عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر صهیونیستي عسکر وژل شوي او ټپیان دي.

سرچېنې زیاتوي، له ځینو سیمو د صهیونیستي پوځ د وتلو او شاتګ خبرونه هم ورکړل شوي دي، چې د مقاومت د ځواکونو د سختو بریدونو پایله بلل کېږي.

د جګړو په سیمه کې لا هم د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېږي او د مقاومت مشران وایي، د اشغالګرو پر وړاندې به جګړه د لا زیات شدت سره روانه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button