يمن د اسرایيلو د دفاع وزير ګواښ ته غبرګون کې ويلي: دوزخ ستاسې لپاره دی، د نويو وسلو کارول به مو حيران کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن انصار الله حوثيانو د اسرایيلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتس وروستي ګواښونه «مسخره» بللي او ټینګار یې کړی، چې ګواښونه یې د ماتې او کمزورۍ څرګندونه ده.
د انصار الله د سیاسي دفتر غړي حزام الاسد ویلي، کاتس نه شي کولای هغوی ووېروي، او زیاته کړې یې ده چې: «دوزخ ستاسې لپاره دی».
نوموړي زياتوي، پر اسرایيلو بریدونه به دوام ولري او د غزې د جګړې د ملاتړ لپاره به نوې وسلې وکاروي چې اسرائيل به حيران کړي.
هغوی ویلي، چې د «اسرایيلو لپاره نوې حیرانتیاوې» په لاره دي، خو د دغو وسلو او د هغوی د کارونې د وخت او ځای په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې د اسرایيلو د دفاع وزیر عبدالمالک الحوثي ته په ښکاره ګواښ کړی و او ویلي یې و چې «ستا وار هم راځي» او په صنعاء کې به د حوثيانو پر ځای د اسرایيلو بیرغ پورته کوي.
د دواړو لورو ترمنځ دا لفظي جګړه په داسې حال کې روانه ده، چې د غزې جګړې او په سیمه کې د ډرون او توغندیو بریدونه تر پخوا لا پراخ شوي دي.



