ذبیح الله مجاهد: د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي جګړه د پاکستان داخلي موضوع ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي “ذبیح الله مجاهد” ویلي، چې افغانستان د باور جوړونې او ثبات لپاره یو روښانه او ثابت دریځ لري.
د هغه په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل باید په منطقي ډول حل شي، او د باور فضا باید پیاوړې شي. خو ځینې لوړ پوړي پاکستاني چارواکي داسې څرګندونې کوي چې د باور جوړونې پر ځای تاوان رسوي.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستاني پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ جګړه اوس نه ده پيل شوې، بلکې له ۲۰۰۳م کال راهیسې روانه ده او بل داچې دا موضوع د پاکستان داخلي مسله ده، او باید د افغانستان او پاکستان اړیکې پرې خرابې نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button