ولسمشراردوغان: بیت المقدس مو د نیکونو امانت دی او ساتنې ته یې ژمن یو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)

د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې بیت المقدس یې د نیکونو امانت دی او ساتنې ته یې ژمن دي.

ولسمشر اردوغان نتنیاهو ته په خطاب کې ویلي «تاسو چې څه غواړئ امکان نلري موږ به د بیت المقدس یوه ډبره هم در نکړو. تر هغه چې موږ ساه لرو، د الله په امر، د خپلو نیکونو د امانت ساتونکي به پاتې شو او بیت المقدس به هېڅکله پرې نه ږدو.»

د راپورونو له مخې، نتانیاهو غوښتنه کړې وه، چې د بیت المقدس یو لرغونی اثر چې اوس مهال د استانبول په مرکزي موزیم کې ساتل کېږي، باید صهیونیستي رژیم ته وسپارل شي؛ خو اردوغان په ښکاره ټکو دا غوښتنه رد کړې او ویې ویل چې نه یوازې دغه اثر بلکې د بیت المقدس یوه ډبره به هم د اشغالګرو لاس ته نه پرېږدي.

د ویلو ده، چې ولسمشر اردوغان دغه څرګندونې د ترکیې د ټیکنالوژۍ په لوی نندارتون (تکنوفېسټ) کې کړي او په خپله وینا کې یې یو ځل بیا د فلسطین د قضيې د ملاتړ هوډ څرګند کړی دی..

مربوطه مطالب

Back to top button