د وینزوېلا ولسمشره امریکا سره په متقابل احترام ولاړو اړېکو ته لومړیتوب ورکوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د وېنزویلا سرپرستې ولسمشرې “ډېلسي رودریګز” ویلي، چې هېواد یې سولې ته ژمن دی او غواړي له امریکا سره پر درناوي او متوازنو اړېکو خبرې وکړي.
رودریګز په یوه خپره شوې اعلامیه کې د متحده ایالاتو حکومت ته بلنه ورکړې، چې د نړیوال قانون په چوکاټ کې د همکاریو پر یوې ګډې اجنډا کار وکړي، څو دواړه هېوادونه د سولې، ډیالوګ او تفاهم پر لور پرمختګ وکړي. هغې ټینګار کړی، چې “د ونزوېلا خلک او سیمه د جګړې نه، بلکې سولې او پرمختګ ته اړتیا لري.
په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې د هېواد خلک یې غواړي خپل مسایل د سولې له لارې حل شي، نه د جګړې له لارې.
د یادونې وړ ده، چې ډېلسي رودریګز نن (دوشنبه) د کاراکاس په وخت د سهار په ۸:۰۰ بجو د ونزوېلا د موقتي ولسمشرې په توګه لوړه ترسره کړه. رودریګز مخکې د ونزوېلا د تېلو وزیره هم وه او اوس یې د ولسمشرۍ لپاره د ټولو قضایي او سیاسي ادارو او پوځ ملاتړ ترلاسه کړی دی.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که رودریګز د هېواد چارې په سمه توګه مدیریت نهکړي، ښايي له مادورو هم سخته بیه پرې کړي.
