کورنيو چارو وزارت: د پولیسو په بېلابېلو عملياتو کې ۶۰ تنه د نشه‌یي توکو او جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د کورنيو چارو وزارت په جلا خبرپاڼو کې ويلي، چې د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په نهو ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۳۵ تنه د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي. دغه عملیات په بامیان، کندز، پروان، سمنګان، پکتیا، تخار، بلخ، کاپیسا او پکتیکا ولایتونو کې ترسره شوي، چې له نیول شویو کسانو څخه سلګونه نشه‌یي ټابلیټونه، یوه اندازه شیشه او چرس هم ترلاسه شوي دي.
ياد وزارت وايي، دغه راز د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په پنځو ولایتونو کې ۲۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د معلوماتو له مخې، ۱۳ تنه د قمار په تړاو په سمنګان، اته تنه د غلا په تور په هرات، دوه غله په بغلان او دوه تنه نور په نیمروز کې نیول شوي، همداراز د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د يو پلټونکي عملیات پر مهال یو میل کلاشینکوف، ۱۰ شاجورونه، یوه توپنچه او ۶۰۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې دي.
امنیتي مسوولین وايي، یاد کسان به د لومړنیو څېړنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button