ټولګټو وزارت: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۰۶۲۶ ټنه توکي انتقال شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ټولګټو وزارت وايي، چې د روان کال د جدي له ۵مې تر ۱۱مې پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۷۰۶۲۶ مټریک ټنه توکي انتقال شوي چې له دې جملې، د حیرتان بندر له لارې ۱۱۳۳۵۱ ټنه، د آقینې له لارې ۱۲۹۷۰ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۹۵۴۴ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۲۴۷۶۱ ټنه توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د ياد وزارت وياند د انتقال شوو توکو یوه برخه صادرات دي، چې په تېره اوونۍ کې ۳۲۰ ټنه صادرات ثبت شوي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه او معدني ډبرې دي.



