عراق کې د غضب لښکر جوړېدل؛ ایران پلوه ملېشه امریکا ته د مستقیمې مقابلې خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام(پنجشنبه،۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د پوځي څانګې “سپاه پاسداران” اړوندو پوځي سرچینو په یوه تازه خپره کړې خبر پاڼه کې ادعا کړې، چې د عراق اسلامي مقاومت سازمان “حشدالشعبي” خپلو لیکو ته د «د غضب لښکر» په نوم یوه نوې او پیاوړې ډله ورګډه کړې ده.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شويے چې د «ذو الخاتم الأحمر» په نامه د حشدالشعبي لوړ پوړي غړي ویلي، چې دغه ځواک پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ خپلو وسله والو ته ورکړي او د سوریې، اردون او ځینو نورو عربي هېوادونو کې امریکایي اهداف په نښه کولی شي.
د اعلامیې له مخې، یاد ځواک به د ایران پر ضد د هر ډول مستقیمې مقابلې د پیل سره سم په میدان کې مستقیم حضور ولري او پرېکنده عملیات به ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې «ذو الخاتم الأحمر» یو زړور او پر خپلې ژمنې ولاړ شخص بلل شوی، خو د نوموړي د هویت او د یاد ځواک د کره جوړښت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.


