مهاجر فراهي: افغانستان د نظامي صنعت د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې چټکې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مولوي حیاتالله مهاجر فراهي وایي، افغانستان د اقتصادي او نورو برخو په پرتله د نظامي صنعت پرمختګ ته څو برابره ډېره پاملرنه کړې ده.
فراهي ویلي، د پاکستان له لوري د وروستیو کړکېچونو له رامنځته کېدو وروسته، د اسلامي امارت هوايي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته یو شمېر مهم اهداف په نښه کړي، چې د نوموړي په وینا د هېواد د ارزښتونو، خپلواکۍ او ملي ګټو د دفاع هوډ څرګندوي.
هغه زیاته کړې، د نظامي وړتیاوو د پیاوړتیا او چټک پرمختګ لپاره لا هم هڅې روانې دي، څو افغان ځواکونه وکولای شي د خپلې خاورې د ساتنې وړتیا لا لوړه کړي.



