کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي ستيف ويتکوف ویلي، د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي له ايران سره داسې اتومي تړون وشي چې د پای موده ونه لري او د تل لپاره نافذ پاتې شي.
دا څرګندونې د راتلونکو اتومي خبرو تر پيل مخکې شوې دي، او واشنګټن د یورانیمو د بډاینې کچه او د ایران د غني شويو زېرمو برخلیک د خبرو مهم ټکي بولي. امریکا وایي ښايي محدود بډاینې ته اجازه ورکړي، خو شرط دا دی چې ایران د اتومي وسلو جوړولو توان ترلاسه نه کړي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي هېواد یې چمتو دی داسې تړون ومني چې اتومي پروګرام یې تل لپاره سولهییز وساتي.
ټاکل شوې خبرې به په جنيف کې ترسره شي، چې ښايي د ډیپلوماتیک پرمختګ مهم فرصت وي. امریکا ټینګار کوي چې د جګړې مخنیوی یې لومړیتوب دی، خو که هوکړه ونه شي، نور انتخابونه هم پر مېز پاتې دي.















