د انصارالله سیاسي دفتر د علي خامنهيي د شهادت په اړه د ایران له خلکو، حکومت او اسلامي امت سره خواخوږي څرګنده کړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې خامنهيي د “مستضعفینو د انقلاب مشر” و او د دوی په وینا د قدس د لارې په مبارزه کې شهيد شوی دی.
انصارالله هغه د “نه ستړې کېدونکې مبارزې سمبول” بللی او ویلي یې دي چې د هغه ژوند او مبارزه به د امت د ازادۍ غوښتونکو لپاره د الهام سرچینه پاتې شي.
د انصارالله سیاسي دفتر همداراز ټینګار کړی چې د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ ته به دوام ورکړي او د خپلې اعلامیې له مخې به د “مبارزې او مقاومت لارې” ته تر ټاکلو موخو د رسېدو پورې دوام ورکړي.
دوی زیاته کړې چې د خامنهيي وینه به د ظالمانو پر ضد د مبارزې بهیر لا پیاوړی کړي.



