کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې د شپږمې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د «صادق وعده ۴» عملیاتو شپږمه څپه په ځواکمن ډول ترسره شوې او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پراخ بریدونه یې کړي دي.
د اعلامیې له مخې، دغه بریدونه د «اشغال شویو سیمو» او په سیمه کې د متحده ایالات پر پوځي اډو ترسره شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د سیمې ۲۷ امریکايي اډې، د تل نوف هوايي اډه، د صهیونیستي پوځ عمومي قومندانۍ او په تل ابیب کې لوی دفاعي صنعتي مرکز د هدفونو په لړ کې شامل وو.
سپاه پاسداران ټینګار کړی چې د ایران وسلهوال ځواکونه به د اسرائیل او امریکايي اډو پر وړاندې د خبرداري حالت دوامداره وساتي او د خپلې اعلامیې له مخې به «پرلهپسې او سخت غچ اخیستونکي بریدونه» ترسره کړي.


















