ایراني ولسمشر: ګاونډیو هېوادونو سره جګړه نه غواړو، خو امریکایي اهداف زموږ لپاره مشروع هدفونه دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزیشکیان” ویلي، چې هېواد یې له ګاونډیو هېوادونو سره د جګړې اراده نه لري؛خو ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې امریکایي اهداف د تهران لپاره مشروع هدفونه ګڼل کېږي.

نوموړي څرګنده کړې، چې که د ایران پر ضد له کوم ځایه ګواښ رامنځته شي او یا امریکایي ځواکونه د ایران پر ضد اقدام وکړي، نو تهران به د خپلو ګټو او امنیت د خوندي کولو لپاره اړین او قاطع ځواب ورکړي.

هغه زیاته کړې،چې ایران د سیمې له هېوادونو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخالف دی، خو د بهرنیو ځواکونو هر ډول اقدام به بې ځوابه پرېنږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button