کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ کب، ۱۴۰۴ل)
د قدس اوونۍ په مناسبت په ایران، یمن او لبنان کې زرګونو کسانو پراخ لاریونونه ترسره کړل او د فلسطین له قضیې سره یې خپل هر اړخیز ملاتړ څرګند کړ.
په ایران کې لسګونه زره کسانو د قدس اوونۍ په لاریونونو کې ګډون وکړ.
ګډونوالو د فلسطین د ازادۍ شعارونه ورکول او د فلسطیني ولس له مبارزې سره یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
په دغو مراسمو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” او یو شمېر نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو هم برخه اخیستې وه.
په یمن کې هم زرګونو کسانو د لاریونونو له لارې دغه ورځ ولمانځله.
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” له نامعلومه ځایه په ثبت شوې تلویزیوني وینا کې د قدس اوونۍ ګډونوالو ته خبرې وکړې او د فلسطین د ملاتړ پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدارنګه په لبنان کې د حزب الله اسلامي غورځنګ د مشر “شیخ نعیم قاسم” په غوښتنه د قدس اوونۍ مراسم ترسره شول او ګډونوالو د فلسطین له خلکو سره خپل ملاتړ تازه کړ.
د یادونې وړ ده، چې د ایران د اسلامي انقلاب بنسټ اېښودونکي ارواښاد “آیت الله روح الله خمیني” د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ اوونۍ د «قدس اوونۍ» په نامه نومولې وه، چې له هغه وخت راهیسې هر کال په ایران او یو شمېر نورو هېوادونو کې لمانځل کېږي.


















