د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۴۲۹ کورنۍ افغان مهاجرین هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، پرون يکشنبه د هېواد له بېلابېلو لارو ۴۲۹ کورنۍ افغان مهاجرین بېرته راستانه شوي او ۲۲۴۱ تنه ثبت او بایومېټریک شوي دي.

راپور زیاتوي د ننګرهار تورخم، کندهار سپین بولدک، نیمروز ورېښمو لار او هرات اسلام‌کلا له لارو راستنېدونکو ته د ټرانسپورټ، روغتیا، مخابراتو او مالي مرستو په برخو کې پراخ خدمتونه ورکړل شوي او اړينې مرستې ورسره شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د دایمي مېشتېدو لپاره د هستوګنیزو ځمکو ویش بهیر هم روان دی او یوازې پرون په زابل، سمنګان، کندز او سرپل کې ټولې ۱۴۱۳ کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي. چارواکي وايي چې تر دې دمه په ټوله کې ۸۲۶۵ راستنو شویو کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او دا لړۍ په چټکۍ روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button