کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)
د پنجشېر ولايت د رسنيو دفتر وايي، د داکار مؤسسې له لوري په بازارک او دریو ولسوالیو کې د څه باندې ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت پراختيايي پروژې پيل شوي چې ۱۲۶ کلي به تر پوښښ لاندې راولي.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د دوه کلونو لپاره طرحه شوې او پکې استنادي دېوالونه، د کليوالو سړکونو کانکریټ کول، د څښاک اوبو شبکې، د اوبو لګولو کانالونه او د برېښنا کوچني بندونه شامل دي.
مسوولين وايي، د هر کلي شورا ته له ۲۶ زره تر ۳۰ زره ډالرو پورې بودیجه ځانګړې شوې ده او د نغدو پيسو په بدل کې د کار، نغدو مرستو وېش او د بېوزلو کورنيو لپاره د معیشتي پروګرامونو عملي برخې هم پکې شاملې دي.


















