عراقچي: د اوکراین لخوا پر ایراني سوداګریزې بېړۍ برید به بې ځوابه پاتې نه شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې د اوکراین له لوري پر یوې ایراني سوداګریزې بېړۍ ترسره شوی برید، چې له امله یې یو کس وژل شوی، «بې ځوابه نه شي پاتې کېدای».
عراقچي ویلي، چې دغه برید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور خلاف عمل دی او ایران به د دې پېښې په اړه لازم غبرګون وښيي.
راپورونه څرګندوي چې په دې برید کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي. ایراني چارواکو د پېښې د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دې اقدام په وړاندې به مناسب ځواب ورکړل شي.
تر اوسه د اوکراین حکومت د ایران د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button