د بشري حقونو بنسټ: د پاکستاني پوځ په بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د بشري حقونو بنسټ رواداري په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د پاکستاني پوځ په هوايي او توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۸۷ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، دغه بریدونه په خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ، کابل، نورستان، کندهار او هلمند ولایتونو کې شوي، له ۲۹ زرو څخه زیاتې کورنۍ یې بېځایه کړي او سلګونه کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، جوماتونه او نور عامه تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.
راپور زیاتوي، چې یوازې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په برید کې لږ تر لږه ۳۰۰ ناروغان او کارکوونکي وژل شوي، چې رواداري یې جنګي جنایت بللی دی.
د بنسټ په وینا، ډېری بریدونه د شپې ترسره شوي او د ملکي او پوځي هدفونو ترمنځ د توپیر اصول پکې نه دي رعایت شوي، له همدې امله یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب، د مسؤلو کسانو د حساب ورکولو او د زیانمنو شویو د ملاتړ لپاره جدي اقدامات وکړي.



