کانونو وزارت د کانونو د سروې او پلټنې لپاره له تیمور سنا شرکت سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د سروې او پلټنې په برخه کې له تیمور سنا شرکت سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی.
دغه تړون د وزارت د سروې او پلټنې د عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري او د تیمور سنا شرکت د رئیس اکرم قلندروف له لوري، د وزارت د یو شمېر مسؤلینو او د شرکت د پلاوي په حضور کې لاسلیک شو.
د کانونو وزارت ویلي، دا تړون په نهو مادو کې ترتیب شوی او د یوه کال لپاره به د ټاکل شوي کاري پلان له مخې د فلزي کانونو د پلټنې چارې ترسره کېږي.
وزارت دغه تړون د هېواد د کانونو د سروې او پلټنې د پراختیا لپاره مهم ګام بللی او ډاډ یې ورکړی چې د تړون د پلي کېدو لپاره به له یاد شرکت سره بشپړه همکاري او همغږي کوي.



