ایران: د سمندري محاصرې دوام به د هرمز تنګي د تلپاتې تړل کېدو لامل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي “محمد باقر ذوالقدر” خبرداری ورکړی، که پر ایران سمندري محاصره او د امریکا له لوري تاوتریخوالی دوام ومومي، نو تهران به د هرمز تنګي او نورو مهمو سمندري لارو د تلپاتې تړلو پرېکړې ته اړ شي.

ذوالقدر ویلي، چې د هرمز تنګي او نورو ستراتیژیکو تنګیو تړل به پر نړیوال اقتصاد او د انرژۍ پر بازارونو پراخ منفي اغېز وکړي او نړۍ به د واشنګټن د سمندري محاصرې او پوځي کړنو بیه پرې کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران پر ضد د فشارونو او سمندري محاصرې دوام به د سیمې او نړۍ لپاره جدي اقتصادي او امنیتي پایلې ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button