سپاه پاسداران: په اردن کې مو د امریکا پر پوځي اډې او د سنتکام پر مرکز توغندیز برید کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ادعا کړې چې د امریکا د وروستیو پوځي اقداماتو په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا پر یوې هوايي اډې او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پر سیمه‌ییز مرکز څو بالستیک توغندي توغولي دي. د سپاه په وینا، دا برید د ایران د ګټو پر ضد د واشنګټن د اقداماتو ځواب و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) هم منلې چې ایران د امریکايي ځواکونو پر لور څو بالستیک توغندي توغولي، خو ویلي یې دي چې ټول توغندي د هوايي دفاع له لوري شنډ شوي او برید کوم زیان نه دی اړولی.

تر اوسه د سپاه پاسداران د ادعاوو په اړه د زیانونو یا احتمالي مرګ ژوبلې خپلواک تایید نه دی شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button