د اسراییلو د «ګیواتي» لوا ۱۰۰ عسکرو قوماندان سره تر شخړې وروسته پوځي اډه پریښې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
اسراییلي ورځپاڼې «یسرائیل هیوم» راپور ورکړی، چې د اسراییلي پوځ د «ګیواتي» لوا شاوخوا ۱۰۰ عسکرو د خپل کنډک له قوماندان سره تر شخړې وروسته د «سده تیمان» پوځي اډه پرېښې ده.

د راپور له مخې، دغو عسکرو د اډې د پرېښودو پر مهال خپلې وسلې هم هلته پرې اېښې دي.

یادې اسراییلي رسنۍ د شخړې د اصلي لامل او د دې اقدام د احتمالي پایلو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

تر اوسه د اسراییلي پوځ له لوري د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button