کابل کې د ایران سفارت مرستیال: تهران د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال “سید حسن مرتضوي” ویلي، چې ایران تل د افغانستان ټول سیاسي او ټولنیز جریانونه ملي یووالي، همغږۍ او د ملي انسجام ساتلو ته هڅولي دي.
مرتضوي ویلي، چې ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره نه شرعي، نه سیاسي او نه هم عرفي مسؤلیت لري او هېڅکله نه غواړي چې د افغانستان یو وګړی هم د کورنیو اختلافاتو له امله زیان وویني.
هغه زیاته کړې، که څوک ادعا وکړي چې ایران په افغانستان کې د ناامنۍ په رامنځته کولو کې رول لري، دا ناسمه خبره ده.
د نوموړي په وینا، ایران د افغانستان حالات له نږدې څاري او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکوي، خو د هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه د افغانستان د خلکو حق ګڼي.
د ایران د سفارت مرستیال همداراز وویل، د ایران له نظره حقیقي مقاومت یوازې د اشغالګرۍ، سلطهطلبۍ او صهیونیستي رژیم پر ضد درېدل دي، او دا مهال یې بېلګې په غزه، لبنان او ایران کې لیدل کېږي.
هغه ټینګار وکړ، چې د مسلمانانو ترمنځ جګړه او ورور وژنه مقاومت نه دی او هېڅکله د مقاومت په چوکاټ کې نه شي تعریفېدای.



