سپاه پاسداران: د اردن پر الازرق هوايي اډه توغندیز برید کې مو د امریکا درې اف-۳۵ جنګي الوتکې ویجاړې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ادعا کړې، چې د اردن په الازرق هوايي اډه یې توغندیز برید ترسره کړی او د امریکا درې اف-۳۵ جنګي الوتکې یې «په بشپړ ډول ویجاړې» کړې دي.
د سپاه د ادعا له مخې، په دغه برید کې درې نورې جنګي الوتکې هم سختې زیانمنې شوې دي، خو تر اوسه امریکايي او اردني چارواکو او همدارنګه خپلواکو سرچینو دا ادعا نه ده تایید کړې.
د سپاه د عامه اړیکو ادارې ویلي، چې دا برید د امریکا هغو هوايي بریدونو ته ځواب و، چې د ایران د قشم ټاپو پر دوو استوګنیزو کورونو ترسره شوي وو.
سپاه ادعا کړې، چې په یادو بریدونو کې د یوې کورنۍ درې غړي، چې یو ماشوم هم پکې شامل و، وژل شوي او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.
همداراز سپاه ویلي، چې د الازرق هوايي اډې د جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو او ترمیم پر مرکز د برید پر مهال یو شمېر امریکايي افسران او تخنیکي کارکوونکي هم وژل شوي دي، خو د وژل شویو کسانو کره شمېر نه دی ښودل شوی.



