د مصر په دمیاط کې د امریکا د ګازو پر تاسیساتو بېپیلوټه برید له امله پراخه اور لګېدنه رامنځته شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
الجزیرې راپور ورکړی چې د مصر د دمیاط ښار د طبیعي ګازو پر یوه مرکز، چې د امریکا له ګټو سره تړاو لري، نامعلومو بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، له برید وروسته په ساحه کې ولاړو کښتیو کې پراخ اور لګېدلی، او د مصر حکومت د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړې دي.
دمیاط د طبیعي ګازو د پروسس سټېشن د مصر د انرژۍ له مهمو او ستراتیژیکو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د کلني تولید ظرفیت یې شاوخوا پنځه میلیونه ټنو ته رسېږي.



