د ملا عبدالواسع او برتانوي پلاوي لیدنه؛ برتانیا افغانستان ته د درېیو کلونو لپاره درې میلیارده افغانۍ بشري مرسته ځانګړې کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په ارګ کې د افغانستان لپاره د برتانیا د ځانګړي استازي له مرستیال ایډ هډلي او سیاسي مدیر جیمز بیلمونټي سره وکتل.

د اسلامي امارت د مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت په وینا، ایډ هډلي وویل چې په افغانستان کې یې لیدلي واقعیتونه له هغو منفي انځورونو سره توپیر لري چې په لندن کې یې اورېدلي وو. هغه همداراز اعلان وکړ چې برتانیا به په راتلونکو درېیو کلونو کې افغانستان ته د درې میلیارده افغانیو په ارزښت بشري مرستې ځانګړې کړي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بشري مرستو د دهلیز پر پرانیستل کېدو یې خوښي څرګنده کړه.

ډاکټر ملا عبدالواسع له افغانستان سره د برتانیا د بشري مرستو مننه وکړه او ویې ویل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او مثبت تعامل غوښتونکی دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې له بشري مرستندویه ادارو سره همکاري دوام لري، څو مرستې په شفاف او عادلانه ډول اړمنو کورنیو ته ورسېږي، او زیاته یې کړه چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د تګ راتګ او خبرو له لارې پیاوړې کېږي، نه د تاوتریخوالي او دښمنۍ له لارې.

مربوطه مطالب

Back to top button